د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست ، نن د یکشنبې په ورځ د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د را وتلو اټکل کړی دی. د یاد ریاست د وړاندوینې له مخې نن ورځ به په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، کندز او بدخشان کې بارانونه ووریږي. د وړاندوینې له مخې د باران کچه په دغو ولایتونو کې له لسو تر شل ملي مترو پورې اټکل شوې ده.




































