د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي د اوبو او انرژۍ له وزیر، محمدیونس اخندزاده سره د اوبو د مدیریت او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. د راپور له مخې په دې کتنه کې د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د اغېزمن مدیریت، ساتنې او دوامدارې استفادې پر مهمو موضوعاتو بحث شوی دی. دغه راز دواړو لورو د اوبو په برخه کې د راتلونکو پروژو د عملي کولو لپاره پر ګډو همکاریو هم هوکړه کړې ده. د یونیسف استازي د یادو پروګرامونو د دوام او پراختیا ډاډ ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې یونیسف مخکې ویلي، په افغانستان کې له هرو درېیو کسانو یو یې د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. د دې ستونزې د کمولو لپاره، دغه سازمان په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۱ میلیونه کسانو ته پاکې اوبه برابرې کړې دي.




































