په فاریاب ولایت کې د افغان–ازبېک ګډ کرنیز بڼ د جوړېدو چارې پر شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه پیلېږي، چې موخه یې د کرنې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا ده. د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د خانچارباغ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دې پروژې له بهیر څخه لیدنه کړې او د نیالګیو د کېنولو د ژر پیل لارښوونه یې کړې ده. د چارواکو په وینا، دغه بڼ به د عصري کرنیزو میتودونو پر بنسټ جوړ شي او د سیمې د بزګرانو لپاره به د زدهکړې او کار زمینه برابره کړي. همدارنګه تمه کېږي چې دا پروژه به د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي او د سیمهییزو بازارونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.




































