د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، وینزویلا کې د دوی د عسکرو د حضور په اړه د امریکا اندېښنې بې ګټې دي. د یاد وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي، وینزویلا ته د هغوی متخصصین د پوځي همکاریو د یوې هوکړې پر بنسټ استول شوي دي امریکا دې په دې اړه اندېښنه نه کوي، ځکه څو چې اړتیا وي د دوی سرتېري به په یاد هېواد کې پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن خبرداری ورکړی وو چې بهرني هېوادونه باید وینزویلا ته د پوځي پانګو له لېږدولو لاس واخلي. وینزویلا کې ستونزې وروسته له هغه ډېرې شوې چې د امریکا په ګډون څه باندې پنځوسو هېوادونو د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدو د ولسمشر په توګه وپېژندل خو روسیې ورسره له اوله لا مخالفت کړی دی.





































