ښایي په پاکستان کې د راجسټر شوو کډوالو د اوسېدو نېټه نوره هم وغځول شي. د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت غواړي د هغو کډوالو د اوسېدو نېټه د ۲۰۱۹ کال تر جون لا ډېره وغځوي چې په رسمي توګه هلته راجسټر شوي دي. د عمران خان د حکومت سرچینې ویلي د تېرې اونۍ پرېکړه پر ځای ده، خو د هغو کډوالو د اوسېدو نېټه به وغځول شي چې ثبت او راجسټر شوي دي. تر دې وړاندې د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه، چې هلته به د اوسېدونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده د راتلونکي ۲۰۱۹ کال تر جون پورې غځوي. تر دغه پرېکړې وړاندې عمران خان بیا ویلي وو، هغه افغان ماشومانو ته به تابعیت ورکوي چې په پاکستان کې زږېدلي دي. د عمران خان د حکومت سرچینې وايي ددې ټولو مسایلو په اړه وروستۍ پرېکړې لا نه دي شوې او بحثونه ورباندې روان دي.




































