د بغلان ولایت د پلخمري ښار د نساجۍ فابریکې مسوولین وایي، چې په دغه فابریکه کې هره ورځ شاوخوا دوه زره متره نخي ټوکر تولید، پروسس او رنګ کېږي. د یادې فابریکې رییس حافظ محمد عیسی بلال وایي، چې د ټوکر د تولید ټول پړاوونه، له اوبدلو نیولې تر سپینکارۍ او رنګولو پورې، د فابریکې دننه ترسره کېږي، چې دا چاره د تولیداتو د کیفیت په ښه والي کې مهم رول لري. هغه زیاته کړې، چې د فابریکې خام مواد د کندوز د سپینزر تصدۍ، د مزارشریف د جنپرس فابریکې او همدارنګه د شمالي ولایتونو له بزګرانو څخه ترلاسه کېږي، او تولیدات یې په کورنیو بازارونو کې پلورل کېږي.




































