په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکېب په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له رییس اسکار مانویل سانچز سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي. په دې کتنه کې شکېب د ثبت او چکن په مرکزونو کې د بېلابېلو ستونزو یادونه کړې او د نوملیکنې سیارو موټرو د زیاتوالي او په «وي ار سي» مرکزونو کې د خدمتونو د زیاتوالي غوښتنه يې کړې ده. همدا راز نوموړي شکایتونو ته د رسېدنې نویو څانګو په پرانیستلو او د افغان زدهکړیالانو د تحصیلي سندونو ستونزو پر حل ټینګار کړی دی. دغه راز دې کتنه کې اسکار مانویل سانچز ډاډ ورکړی، چې د خدمتونو ښهوالي، د افغان زدهکړیالانو د تحصیلي سندونو د ستونزو حل او نورو برخو کې به لازم ګامونه پورته کړي




































