د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د روسیې له خوا یې ۴۲۰ متریک ټنه اوړه ترلاسه کړي او زیاتوي چې دا د هغو ۴ زره ټنو مرستو یوه برخه ده چې ژمنه شوې وه. د دغه سازمان په وینا، دا اوړه به هغو اړمنو خلکو ته ووېشل شي چې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. د خوړو نړیوال سازمان تر دې مخکې ویلي و چې په هرو دریو افغانانو کې یو یې د خوړو بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري او د دغه سازمان په وینا د پاکستان وروستیو بریدونو او د لسګونه زره کسانو بې ځایه کېدا، دا اړتیا نوره هم زیاته کړې ده.




































