د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، پر کونړ ولایت د پاکستان د پوځي رژیم “وحشیانه” بریدونه باید په کلکو ټکو وغندل شي. نوموړي څرګنده کړې، چې که څه هم پاکستان پر افغانستان د بریدونو ادعاوې پرلهپسې رد کړې دي، خو د هغه په وینا دا ادعاوې تل ناسمې ثابتې شوې دي. خلیلزاد همداراز زیاته کړې، چې دغه بریدونه د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د پاکستان روانې هڅې هم تر پوښتنې لاندې راولي.


































