په دوحه کې افغان سفیر محمد سهیل شاهین د قطر لپاره د کویټ له سفیر احمد عبدالرحمن الشریم سره کتلي دي. دواړو لوریو په دې لیدنه کې د دوهاړخیزو دیپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا، د روغتیايي سکتور پر ودې، پانګونې او بشري همکاریو خبرې کړې دي. همدارنګه، په ناسته کې د دوامداره اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی او دواړو خواوو د ګډو همکاریو د پراخولو هوډ څرګند کړی دی



































