د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې په بادغیس ولایت کې د اسلامي دورې اړوند ۸ تاریخي اثار د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د خوندي ساتنې په موخه سپارل شوي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغه اثار د ولایت مقام له لوري د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوي، څو په مناسبه توګه وساتل شي. په خبرپاڼه کې د دغو تاریخي اثارو د ترلاسه کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزییات نهدي ورکړل شوي.



































