د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې، د ۲.۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۹ پروژې منظور او ۴ نورې تعدیل شوې دي. د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د مخابراتي تجهیزاتو، سړک جوړونې او د برېښنا د تامین او وېش برخو کې دي، چې د ا.ا له بودجې څخه تمویلېږي. همداراز، په خبرپاڼه کې راغلي چې موظفې کمېټې ته دنده سپارل شوې څو د یوې پروژې د تدارکاتو بهیر او بیه وڅېړي او وارزوي.



































