د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ افغان پلاوي د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې د اوسپنې پټلۍ د همکاریو سازمان په ۲۴مه غونډه کې ګډون کړی دی. د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، افغان پلاوي په دې غونډه کې د سیمهییزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې پلاوي د غونډې په څنډه کې د قزاقستان او اذربایجان د اوسپنې پټلۍ ادارو له مسوولینو سره هم کتنې کړې دي. د ده په وینا، په دغو لیدنو کې د حیرتان او تورغونډۍ بندرونو د ظرفیت لوړولو موضوع تر بحث لاندې نیول شوې ده. همداراز د شیرخان بندر له لارې د انتقالاتو د زیاتوالي او د ترانزیټي اسانتیاوو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.



































