د مکسیکو په نایاریت ایالت کې د سیلانیانو یو بس له لویې لارې اوښتی او چپه شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي. د نایاریت ایالتي حکومت ویلي، دغه بس چې له جالیسکو څخه روان و، د املاتلان دې کاناس ښار ته نږدې له لویې لارې اوښتی او چپه شوی دی. چارواکي وایي، ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د هغوی درملنه روانه ده. چارواکو ویلي، چې د پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.



































