شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

    له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

    له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

ولې پر جګړه ټینګار؟

اپریل 1, 2019
in دریځ
0 0

څو میاشتې کېږي چې د سولې خبرې روانې دي. که څه هم اوربند نه دی شوی، خو خلک تمه لري چې د سولې خبرې به د دې سبب شي چې د جګړې شدت را کم شي. اوس داسې ښکاري چې څومره چې د سولې خبرې ګرمیږي، ورسره د جګړې شدت هم زیاتیږي. تازه په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو له سرپرستانو او د ملي امنیت له رییس سره ګډه غونډه کړې ده. د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، تر سولې به جګړه کوي او په دې غونډه کې هم پر همدې چاره خبرې شوې دي.

اوس داسې ښکاري چې د خلکو د تمې خلاف نه یوازې دا چې جګړه کمېږي نه، بلکې زیاتیږي. په دې وروستیو ورځو کې له بدخشان، تخار، بغلان، کندوز، فاریاب، هلمند، اروزګان، زابل او ګڼو نورو ولایتونو کې د سختو جګړو رپوټونه ورکړل شوي دي چې پکې ګڼو امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده. له دې سره په یوه وخت لا هم د ګډو ځواکونو شپني عملیات روان دي چې پکې نږدې هره شپه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکول کېږي.

ښايي یو لامل دا وي چې ښکېل لوري په جګړه کې د فشار له لارې غواړي ځان برلاسی وښيي او ډېر امتیاز تر لاسه کړي، خو دا چاره له شک پرته پر سوله، د سولې پر هڅو او پایلو ناوړه اغېزې کوي. اوس په کلیوالو سیمو کې وسله وال طالبان تر فشار لاندې دي او که فشار همداسې وي او د سولې خبرې کومه پایله ونه لري، نو دوی به پر خپلو مشرانو فشار راوړي او ترې وبه غواړي چې دا خبرې ودروي. د وحشت او جګړې هر ګام د سولې پر ضد ګام دی، نو دا فکر سم نه دی چې د فشار له لارې به مقابل لوری د داسې غوښتنو منلو ته اړ شي چې پخوا یې منلو ته تیار نه و. دا جګړه او فشارونه اتلس کاله روان وو، خو نه یوازې دا چې کوم لوری یې کمزوری نه کړ، بلکې د سولې پر وړاندې یې خنډونه زیات کړل او ډېر افغانان یې تر خاورو لاندې کړ. له همدې امله دا ناسم فکر دی او په ښکاره د سولې ضد هڅه ورته ویل کېدای شي.

اوس چې خلیلزاد په کابل کې دی او ټاکل شوې چې څو ورځې وروسته قطر ته ورشي او هلته خبرې پیل کړي، نو د خبرو یو بنسټیز ټکی باید اوربند او د جګړې د شدت را کمول وي. که اوس اوربند نه کېږي، نو لږ تر لږه د جګړې شدت خو دې را کم شي او یا دې د جګړې شدت نور نه زیاتیږي. وسله وال طالبان، حکومت او امریکایان که رښتیا سوله غواړي، نو لومړنی ګام یې باید همدا وي چې د جګړې شدت را کم کړي، د حسن نیت په خاطر دې نور ګامونه واخلي او ډېر ژر دې اوربند ته لاره هم هواره کړي. له دې پرته پر جګړه ټینګار او د وحشت زیاتول د سولې ضد هڅه ده او یوازې د سولې دوښمنان پکې ګټه کوي.

Share9Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران: که امریکا بیا برید وکړي تر سمندر لاندې مخابراتي کېبلونه په نښه کوو

اکتوبر 24, 2026

د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو د قزاقستان او المان خبرې

اکتوبر 24, 2026

مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

اکتوبر 24, 2026

له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

اکتوبر 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In