ولادیمیر زلنسکي چې هېڅ سیاسي تجربه نه لري، په یوه ټلویزیوني ډرامه کې یې د ولسمشر رول لوباوه. نوموړي په لومړي پړاو ټاکنو کې ۳۰.۴ سلنه رایې ګټلي دي، په داسې حال کې چې دده ټاکنییز سیال او اوسنی ولسمشر پترو پروشېنکو یوازې ۱۷،۸ سلنه رایه ګټلې او په دویم ځای کې دی.په پام کې ده چې د اوکراین مشهور کمېډین او سیاسي څېره ولودیمر زلنسکي او اوسنۍ ولسمشر پترو پروشنکو د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې له یو بل سره سیالي وکړي.د اوکراین پخوانۍ صدراعظمه یولیا توماشنکو بیا د ۱۳ عشاریه یو رايې په خپلولو سره په درېیم مقام کې ده. د اوکراین د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوهم دور د اپریل په ۲۱مه ترسره کېږي.





































