په مسکو کې افغان سفیر، مولوي ګل حسن حسن، د قفقاز د پانګونې په نړیوال فورم کې ګډون کړی دی.افغان سفیر د یاد فورم په څنډه کې د داغستان له ولسمشر سره هم لیدلي او د دواړو لورو ترمنځ یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي. همدارنګه ښاغلي حسن د پیتیګورسک ښار ته د خپل سفر پر مهال هلته له مېشتو افغانانو سره لیدلي او د سوداګرۍ د پراختیا تر څنګ یې د هغوی د ستونزو د حل لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.



































