د هرات ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې تېر کال د ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۸۰ انکشافي پروژې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت پلې شوې دي. د مسوولینو په وینا، په دغو پروژو کې د ځمکې لاندې سړکونو، هوایي پلونو، سړکونو جوړولو، کانالونو او د سړکونو د قیرریزۍ پروژې شاملې دي. د هرات ښاروالۍ په خبره، د دغو پروژو موخه ښاري زیربناوو پیاوړتیا، د ترافیکي ستونزو کمول او ښاریانو ته د غوره خدماتو برابرول دي.



































