د عربي هېوادونو ټولنې د جولان د غرونو په اړه د ټرمپ وروستۍ پرېکړه چې دا سیمه یې د اسراییلو د خاورې په توګه په رسمیت پېژندلې، غندلې او له ملګرو ملتونو یې د هغه ددې غیر قانوني عمل د غندنې غوښتنه کړې ده. د عرب ټولنې مشرانو د خپلې سرمشريزې د پاى په بيان کې ويلي چې دا ټولنه به د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته يو پريکړه ليک وسپاري چې د امريکا د دې ګام غندنه وکړي. عرب ليګ ټينګار کوي چې د جولان لوړې د سوريې د خاورې برخه ده او د کاغذ پر مخ د یو ولسمشر لاسلیک دا حقیقت بدلولی نه شي. د يادې ټولنې په پرېکړه ليک کې راغلي چې د ټرمپ له لوري پر جولان لوړو د اسراييلو د واکمنۍ په رسميت پېژندنه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړو سره په ټکر کې ده او یاده ټولنه یې باید وغندي.





































