د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي امریکا تورنه کړې چې د پوځي اقداماتو له لارې ډیپلوماسي له منځه وړي. نوموړي ویلي، هر کله چې د خبرو او سیاسي حل زمینه برابره شي، امریکا پوځي لارو ته مخه کوي. عراقچي ټینګار کړی چې ایرانیان د فشار پر وړاندې نه تسلیمېږي، خو ډیپلوماسي ده چې تل قرباني کېږي. هغه د امریکا د استخباراتي ادارې هغه ارزونه هم ناسمه بللې چې د ایران د توغندیو د زېرمو په اړه شوې وه. د نوموړي په وینا، د ایران د توغندیو زېرمه او د توغولو وړتیا د پخوا په پرتله لا زیاته شوې ده.


































