د ایران «اعتماد» ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د درملو بیې له ۳۰ تر ۳۰۰ سلنې پورې لوړې شوې دي، چې له امله یې ناروغان له جدي ستونزو سره مخ شوي دي. د ایران د درمل جوړوونکو ټولنې یوه غړي او ویاند ویلي، د حکومت د مالي سرچینو کمښت د دې لامل شوی چې د درملو پر تولید او بازارموندنې ورکړل کېدونکې سبسیډي کمه شي، او په پایله کې یې د درملو بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي. ورځپاڼې زیاته کړې چې په ځانګړو او حیاتي درملو متکي ناروغان له سختو اقتصادي او روغتیايي ننګونو سره مخ دي، او سره له دې چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې اوربند نافذ شوی، بیا هم په ایران کې د درملو د کمښت او ګرانېدو ستونزه ورځ تر بلې پراخېږي.



































