د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي چې اسلاماباد هڅه کوي له افغانستان، چین، بنګلهدېش او د سیمې له نورو هېوادونو سره درېاړخیزې او سیمهییزې همکارۍ لا پراخې کړي. هغه تېره شپه په لاهور ښار کې د جنوبي اسیا د حسابدارۍ فدراسیون کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي چې د سیمې هېوادونه نور نهشي کولی په انزوا کې پاتې شي او اړتیا ده چې د ګډو اقتصادي او سیمهییزو همکاریو له لارې خپلې اړیکې پیاوړې کړي. اسحاق ډار ټینګار کړی چې د جنوبي اسیا هېوادونه د اقتصادي همکاریو له لارې سترې ګټې ترلاسه کولی شي او د سوداګرۍ، پانګهونې او متقابلو اړیکو پراختیا د سیمې د اقتصادي ودې لپاره مهمه ده. نوموړي زیاته کړې چې د سیمې ثبات، همکاري او دوامدارې اړیکې د ټولو هېوادونو په ګټه دي او کولی شي د اقتصادي پرمختګ او هوساینې لپاره زمینه برابره کړي.



































