د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې خبرې او مذاکرات د تسلیمۍ یا شاتګ په مانا نه دي. پزشکیان ویلي، له مذاکراتو یې موخه د ایران د ملت د حقونو ترلاسه کول او د دغه هېواد له ملي ګټو دفاع ده. نوموړي ټینګار کړی: «هېڅکله به دښمن ته سر ټیټ نه کړو او که خبره د مذاکراتو راشي، مانا یې تسلیمي یا شاتګ نه دی.» دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا دوام لري او تر اوسه کومې وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، که تهران یوه هوکړه ومني، د دغه هېواد پر وړاندې به د امریکا او اسراییل ګډه جګړه پای ته ورسېږي.




































