د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو خبر ورکړی، چې تېر کال د دغه ولایت په بېلابېلو تولیدي او اقتصادي برخو کې څه باندې ۷۰۰ میلیونه امریکایي ډالر پانګونه شوې ده. د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارونالرشید قاضي ویلي، دغه پانګونه د اوسپنې تولید، کرنې، خوراکي توکو او نورو اقتصادي برخو کې ترسره شوې چې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د اقتصاد په پیاوړتیا کې یې مهم رول لوبولی دی. د هغه په وینا، د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کېدو له امله ګڼو کورنیو سوداګرو او پانګهوالو خپلې پانګونې په بلخ ولایت کې متمرکزې کړې دي.


































