د بغلان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې دا مهال په دغه ولایت کې ۵۱۵ ښځې په کوچنیو کاروبارونو او کورنیو تولیداتو بوختې دي. د یاد ریاست رییس محمد نعیم همکار ب ویلي، چې دغه ښځې د خیاطۍ، خامک ګڼدلو، چرمه دوزۍ، د شاتو مچیو فارمونو او شیریني بابو جوړولو په برخو کې فعالیت کوي. د نوموړي په وینا، ۲۱ ښځینه متشبثو د صنعت او سوداګرۍ ریاست څخه رسمي جوازونه هم ترلاسه کړي او خپلې سوداګریزې چارې په رسمي ډول پر مخ وړي. مسوولین زیاتوي، د ښځو اقتصادي فعالیتونه د کورنیو د ځان بسیاینې ترڅنګ د بیکارۍ په کمېدو او د سیمه ییز اقتصاد په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.



































