نیویارک ټایمز د منځني ختیځ د دوو بېنومه چارواکو له قوله راپور ورکړی چې امریکا او اسرائیل د ایران پر ضد د احتمالي بریدونو د بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي، چې ښايي دا حملې په نږدې راتلونکو اونیو کې پیل شي. د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو وروستي پوځي چمتووالي د اوربند له ټینګېدو وروسته تر ټولو پراخ بلل کېږي. د امریکا د دفاع وزیر هم ویلي چې پنتاګون د بېلابېلو سناریوګانو لپاره پلانونه لري، چې پکې د ځواکونو د زیاتولو او یا د اړتیا په صورت کې د کمولو او ایستلو انتخابونه شامل دي. راپور زیاتوي که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برید پرېکړه وکړي، نو د ایران پر پوځي مرکزونو د سخت بمبار او یا د ځمکنیو عملیاتو احتمال شته، څو د یورانیمو زیرمې ترلاسه شي چې ویل کېږي د پخوانیو بریدونو وروسته تر ویجاړیو لاندې پاتې دي.




































