د راپورونو له مخې هندي عسکرو پرون ناوخته کنټرول لاین ته نږدې درې پاکستاني عسکر په نښه کړي دي. هندي پوځ ویلي، چې لومړی پاکستاني عسکرو پر دوی ډزې کړې دي او د هندي ځواکونو په ځوابي ډزو کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي. پاکستاني پوځ هم دغه راپور تایید کړی دی. د پاکستاني چارواکو په وینا هندي ځواکونو ددوی پر عسکرو برید کړی دی او درې کسه یې وژلي دي. د سرچینې په خبره په ځوابي برید کې هندي عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.





































