د لغمان ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېرو څو کلونو راهیسې د یخ تولید ۱۲ فابریکې جوړې او فعالې شوې دي. د لغمان د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي سلامتخان بلال ویلي، چې په دغو فابریکو کې د بېلابېلو پانګهوالو له لوري شاوخوا ۳۶۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې اوس مهال د دغو فابریکو ۶۰ سلنه تولید شوی یخ په لغمان ولایت کې مصرفېږي او پاتې ۴۰ سلنه نورو ګاونډیو ولایتونو ته لېږدول کېږي.




































