د ایران د سویلي خراسان والي سید محمد رضا هاشمي ویلي چې له افغانستان څخه ایران ته د وارداتو کچه په وروستیو میاشتو کې نږدې۸۵۰ سلنه لوړه شوې ده. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي امر، محمد یوسف امین ویلي، چې ایران ته د افغانستان صادرات زیات شوي او تر ډېره معدني توکي، نوشابې، وچه مېوه، طبي بوټي او پنبه ایران ته صادریږي. ایراني بازارونو ته د افغانستان د تولیداتو نږدې والی د صادراتو د زیاتوالي یو مهم فرصت بلل کېږي. شنونکي وایي چې د سوداګریزو محدودیتونو په ترڅ کې د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي اړیکې او د صادراتو توازن د پراختیا په حال کې دی.




































