ایران ویلي چې له امریکا سره په خبرو کې به د خپلو ملي ګټو او قانوني حقونو دفاع کوي او له هېڅ ډول حقونو به شاته نه شي. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ټینګار کړی چې خبرې اترې د تسلیمېدو مانا نه لري او هېواد به يې د عزت او اقتدار په ساتلو مذاکراتو ته داخل شي. د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د پلان شوي برید د ځنډولو امر کړی، خو د ناکامو خبرو په صورت کې د احتمالي برید خبرداری هم ورکړی. ایراني چارواکو بیا ویلي چې د اړتیا په صورت کې به د هر ډول نوي برید پر وړاندې سخت ځواب ورکړي او پوځ یې بشپړ چمتو دی.




































