د پاکستان د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، په روان مالي کال کې د بهرنۍ مستقیمې پانګونې کچه ۳۱ سلنه راټیټه شوې ده. یاد بانک ویلي، د روان کال له جولای میاشتې څخه تر اپریل پورې ټولټال بهرنۍ پانګونه شاوخوا ۱.۴۰۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال په پرتله کموالی ښيي. په راپور کې ویل شوي، خالصه بهرنۍ پانګونه یوازې ۵۴.۵ میلیونه ډالره ثبت شوې، حال دا چې تېر کال ۱۷۸.۸ میلیونه ډالر وه. د برېښنا برخه کې پانګونه ۷۸۶ میلیونه ډالرو ته راکمه شوې، او د تېلو او ګازو برخه کې هم د پام وړ کموالی لیدل شوی. یوازې د مالي خدماتو په برخه کې نسبي زیاتوالی ثبت شوی، خو په ټولیز ډول بهرنۍ پانګونه کمزورې شوې ده.




































