امریکا وايي، د ترکیې د هغه اقدام په ځواب کې چې غواړي له روسیې د (اس ۴۰۰) توغنديو د پېرودلو پلان عملي کړي، دې هېواد ته د(ایف-۳۵) جنګي جټ الوتکو ورکول ځنډوي. د پنټاګون یوه ویاند ویلي، که څه هم د دې مهمې مسئلې په اړه له انقرې سره خبرې روانې دي، خو اوسمهال ترکیې ته د (ایف-۳۵) الوتکو ورکول ځنډول شوي دي. واشنګټن له څو میاشتو را په دېخوا په پرله پسې ډول ترکیې ته خبرداری ورکړی و چې له روسیې د (اس ۴۰۰) دفاعي توغندیو پېرل د دې الوتکو معامله زیانمنوي، خو انقرې ویلي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د جمعې په ورځ وویل چې هېواد یې له روسیې د توغنديو پېرلو ته ژمن دی او اوسمهال یې د سپارلو د نېټې په اړه خبرې روانې دي.





































