د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د لوی اختر له رانږدې کېدو سره د کانګو تبې د مخنیوي په موخه د څارویو د حلالې اړوند نوې روغتیایي لارښوونې خپرې کړې دي. یاد سازمان له خلکو غوښتي چې د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د قربانۍ پر مهال روغتیایي او احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي. د روغتیا نړیوال سازمان پر اېکس پاڼه په خپور شوي پیغام کې ویلي، خلک باید له حلالولو مخکې څاروي د کنو د شتون له پلوه په دقت سره وڅېړي. یاد سازمان ټینګار کړی چې د څارویو د حلالولو لپاره باید مناسب او له ګڼې ګوڼې لرې ځایونه وکارول شي او د قربانۍ پر مهال دې خلک له محافظتي وسایلو لکه دستکشو او مناسبو جامو څخه استفاده وکړي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د دغو سپارښتنو موخه د کانګو تبې او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو مخنیوی دی.




































