ملګرو ملتونو هیواد ته له راغلو کډوالو سره د ۵۲۹ میلیونو ډالرو مرستې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې له پاکستان او ایران څخه د میلیونونو افغان راستنېدونکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د مرستو رسولو بهیر پیل شوی دی. دغه سازمان راپور ورکړی چې دا پروګرام د نړیوالو او نادولتي بنسټونو په همکارۍ پيل شوی او موخه یې د شاوخوا ۲.۷ میلیونو افغانانو ملاتړ دی، چې اټکل کېږي روان کال به له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې تر اوسه نږدې ۵.۹ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې دا په وروستیو کلونو کې د راستنېدونکو تر ټولو لوړ شمېر بلل کېږي. ملګرو ملتونو ویلي، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له دوه میلیونو ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.




































