د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس، مولوي مطیعالحق خالص او مل پلاوي یې، د اذربایجان په WUF13 نړیوال فورم کې د هند د پلاوي له رئیس او تخنیکي ټیم سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د اقلیمي زیانمنتیا، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو او په ځانګړي ډول پر ښارونو د دغو بدلونونو د اغېزو په اړه خبرې شوې. دواړو لورو د یادو ننګونو د کمولو لپاره پر ګډو همکاریو او د تجربو پر تبادلې ټینګار کړی دی. دغه راز په دې لیدنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو، د چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلونونو، ښاري پراختیا، د کثافاتو مدیریت، پاکې انرژۍ او د معیاري ښارګوټو د جوړولو په برخو کې هم بحث او خبرې شوې دي.




































