په کابل کې د ابوعلي سینا بلخي دویم ملي او نړیوال روغتیايي نندارتون پای ته ورسېد. د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د نندارتون د پای مراسمو کې د کورنیو تولیداتو پر پیاوړتیا او د روغتیايي محصولاتو د کیفیت او کمیت پر لوړولو ټینګار کړی. نوموړي ویلي، ملي او نړۍوال پانګوال دې افغانستان کې د درملو په سکټور پانګونه وکړي. مسوولینو ویلي، دغه نندارتون د سوداګرو، صنعتکارانو او عامو خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی او د ګډونوالو ترمنځ یو شمېر سوداګریز قراردادونه هم لاسلیک شوي دي. د معلوماتو له مخې، په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولیدي فابریکو شمېر زیات شوی او اوس لسګونه فابریکې په دې برخه کې فعالیت کوي.




































