په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویواله ویلي، چې تېر کال په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو ډېر خلک له روغتیايي او بشري خدماتو برخمن شوي او په ټول هېواد کې د ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه دوام لري. نوموړي ویلي، دغه پروګرامونه د نړۍوال بانک او اسیايي پراختیايي بانک په مالي او تخنیکي ملاتړ عملي شوي دي. اویواله د لوګر ولایت له سفر وروسته ویلي، پر روغتیايي سکټور پانګونه د ماشومانو او کورنیو لپاره د ژوند ژغورونکي خدمات لا نږدې کوي. هغه ټینګار کړی چې د روغتیايي سکټور دوامداره ملاتړ کولی شي په افغانستان کې د اساسي خدماتو پراختیا ته زمینه برابره کړي.




































