د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولینو خبر ورکړی، چې پاکستان او ایران یوازې د تېرې یکشنبې په ورځ ۸۸۳ افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول افغانستان ته راستنې کړې دي. د یاد کمېسیون د مالوماتو له مخې، د دغو کورنیو د غړو ټول شمېر ۴۵۹۲ تنو ته رسېږي. همداراز په همدې ورځ ۱۲۵۶ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي. په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تورخم له لارې ۷۷۶ کورنۍ له ۴۱۴۲ غړو سره هېواد ته داخلې شوې دي. د سپین بولدک له لارې ۱۶ کورنۍ چې ۹۵ غړي لري هم راستنې کړل شوې دي. داراز، د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۵۴ کورنۍ له ۲۱۵ غړو سره افغانستان ته راستانه شوې او ترڅنګ یې ۱۰۵۵ نور مسافر هم له همدې لارې هېواد ته داخل شوي دي.




































