د لوګر ولایتي چارواکي وایي چې روان کال په دې ولایت کې د ۱۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پراختیايي پروژې پلې کوي. د یاد ولایت د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، دغه پروژې د خپلو داخلي عوایدو له لارې پلې کوي. په دې پروژو کې د ښار د سړکونو بیارغونه، د تفریحي پارک جوړول، سنګفرش، د ویالو رغول، د یو لوی پُل جوړول او نور مهم بنسټیز کارونه شامل دي. چارواکي زیاتوي چې د عوایدو د زیاتوالي په موخه د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو نوی مارکیټ هم جوړېږي، چې تمه کېږي د سوداګرۍ د ودې ترڅنګ به د ښار د اقتصادي فعالیتونو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي. مسوولین وایي د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د پل علم ښار اوسېدونکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې او د ښار د پرمختګ بهیر به چټک شي.




































