د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې په اوږدو کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، د افغانستان په ختیځو سیمو کې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان بېځایه شوي دي. د راپور له مخې، دغو کسانو د هوايي بریدونو، ډزو، بېپیلوټه الوتکو د بریدونو او ځمکنیو نښتو له امله خپل کورونه پرېښي دي. یاد سازمان وایي، ښځې او نجونې د بېځایه کېدو له امله تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې او له اقتصادي، ټولنیزو او رواني ستونزو سره مخ دي. د راپور له مخې، په زیانمنو شویو ولایتونو کې ډېرو ښځو خپل عاید له لاسه ورکړی او د خوړو ترلاسه کول ورته ستونزمن شوي، په داسې حال کې چې رواني فشارونه هم پرې زیات شوي دي.




































