د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) راپور ورکړی، چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو له پیل راهیسې ۳۲۱ تایید شوې او ۱۱۶ شکمنې پېښې ثبت شوې دي. د سازمان د شمېرو له مخې، تر اوسه ۴۸ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي. همداراز، په یوګانډا کې د ایبولا د مثبتو پېښو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی. د یوګانډا د روغتیا وزارت ویلي، نوې پېښې د هغو کسانو ترمنځ ثبت شوې چې له ناروغانو سره یې نږدې اړیکې لرلې. د روغتیا نړیوال سازمان د ناروغۍ د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د څارنې او روغتیايي اقداماتو پر دوام ټینګار کړی دی.




































