د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران په وروستیو سیلابونو کې له زیانمنو شوو خلکو سره همدردي او د قربانیانو کورنیو سره یې غمشریکې کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه وینا کې له نړیوالو مرستندویه سازمانو سره یوځای او په مستقیمه توگو د ایران خلکو ته د مرستو د رسولو خبر ورکړ. د پمپیو په خبره ایرانی حکومت په دې نه دی توانېدلی چې خپلو خلکو ته پر وخت مرستې ورسوي او ناسم ښاري پلانونه یې ددې سبب شوي چې میلیونونه وګړو ته زیان واوړي. ویجاړونکو سیلابونو د ایران ١٥ ولایتونه ځپلي دي او تر اوسه د ٥٧ کسانو د وژل کیدو او د ۴٧٨ تنو د ټپي کیدو خبرونه ورکړل شوي دي.





































