سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

که اروپايي ټولنه د توليدي ظرفيت په پلمه پر چين تورونه ولګوي، نو چين به يې هم پر وړاندې تدبيرونه ونيسي

جون 4, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

اروپايي کمېسیون د مې په ۲۹مې نېټې په يوې غونډې کې د چين پر وړاندې سوداګريزې پاليسۍ کې تعديلات راوستلي دي.

د اروپايي ټولنې ځينو غړيو د يادې غونډې تر پيل څو ورځې مخکې يوه داسې طرحه وړاندې کړې، چې له مخې يې غواړي د ډېر توليدي ظرفيت په پلمه د چين پر تولیداتو محدوديتونه ولګوي.

اروپايي کمېسيون له ۲۰۲۳م کال راهيسې د چين د ډېر تولیدي ظرفيت مسئلې ته لمن وهي او په دې وروستو کلونو کې يې د دغه هېواد پر وړاندې د سوداګريزې پاليسۍ د جوړولو په برخه کې سخت دريځ غوره کړی دی.

ولې اروپايي ټولنې په سوداګريزې پاليسۍ کې ورځ تر بلې سخت دريځ نیسي او تعدیلات به یې د دغې ټولنې پر غړو هېوادونو څه اغېزه ولري؟

د اروپايي ټولنې ځيني چارواکي وايي، چې دوی د ډمپينګ يا د ډېرو ارزانو نرخونو د صادراتو او سبسایډۍ پر ضد اوږدمهالې دوديزې پلټنې کوي او دغه کړنه يې موثره بللې، ځکه په مستقيمه توګه د يو هېواد لپاره توليدي اندازه ټاکي – که کوم هېواد خپله توليدي اندازه له ټاکلې اندازې زیاته کړي، نو بیا پرې تعرفې لګوي.

په دې مانا، که د يو هېواد د توليداتو اندازه له ټاکلې اندازې څخه زياته شي، نو اروپايي ټولنه پرې د ډېر تولیدي ظرفيت په پلمه پر اړوندو صنايعو سيستماتيک محدوديتونه لګوي.

اروپايي‌ ټولنه پر همدې لارې غواړي، چې پر هر هغه صنعت، چې په اروپايي بازار کې یې د تصرف برخه ډېره وي او يا د سيالۍ توان يې لوړ وي، محدوديتونه لګوي.

دا د اروپايي ټولنې ناڅاپي پرېکړه نه ده

په تېرو دوو لسیزو کې د اروپايي ټولنې د توليدي صنعت د سيالۍ توان مخ په ځوړ روان دی او  د همدې مسئلې د هواري لپاره د نورو هېوادونو پر تولیداتو د ډېر تولیدي ظرفیت په پلمه محدودیتونه او بنديزونه لګوي.

ولې د اروپا صنعت مخ په ځوړ دی؟

يو عمده لامل يې دا ښودل کېږي، چې په نړۍ او په تېره بیا اروپا کې د انرژۍ بيې ډېرې لوړې دي او  له دې امله یې صنعتي ځنځير، چې پکې انرژي ډېر مهم رول لري، ورو ورو او ګام په ګام ويجاړېږي.

په دې کې شک نشته، چې د اروپا صنعت له ننګونو سره مخ دی،‌ خو دغه ننګونې ورته چين نه دي جوړې کړي او نه هم چيني صنعت پرې اغېز کړی دی.

اروپايي کمېسيون له ۲۰۲۳م کال راهيسې د سوداګريزو پاليسيو د جوړولو له لارې د خپل صنعت د ويجاړېدو مسئوليت پر نورو هېوادونو اچوي او پر همدې پلمې غواړي، چې له خپلو خلکو د صنعتي ځنځير اصلي او پېچلې مسئله پټه کړي.

د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو اړیکو کمېسيون راپور د دې ښکارندويي کوي، که دغه ټولنه خپل اکمالاتي ځنځير له سره جوړ کړي يا ورته سخت کار وکړي، نو کالونو ته به اړتيا ولري.

اروپايي‌ ټولنه له سختو ننګونو سره مخ او د سرېښو ډنډ کې ښخه ده او اوس په دې هڅه کې ده، چې خپلې نيمګړتياوې پټې او پړه يې پر نورو واچوي.

ياد راپور وايي،‌ اروپايي ټولنه بايد په سوداګريزه مقابله کې د سختو تدبيرونو له لارې ابتکار په لاس کې واخلي او باید په ډېرې چټکۍ سوداګريز پروټېکشنيزم ته مخه کړي.

حقيقت دا دی، چې د اروپايي‌ ټولنې اقتصاد چوکاټي اپګرېډ ته ډېره اړتيا لري. که دغه ټولنه سوداګريز پروټېکشنيزم غوره کړي، نو د انرژۍ او صنعت چوکاټي اپګرېډ ته به هيڅ ګټه ونه رسوي.

دا يو بد دوران دی: کله چې د اروپايي ټولنې يو صنعت کمزوری وي، نو هڅه به يې دا وي، چې خپل صنعت خوندي وساتي؛ خو د خوندي ساتنې په بهير کې به یې د صنعت د اپګرېډ محرکه قوه کمه او په پای کې به دغه صنعت نور هم کمزوری شي.

اروپايي ټولنه د تش نوم د ډېر توليدي ظرفيت په پلمه پر چين تورونه لګوي. که د موضوع بل اړخ ته راشو، نو اروپايي ټولنې هم په دې وروستیو کلونو کې په چين کې ګڼ شمېر توليدات پلورلي، نو ايا خپل ځان هم د ډېر توليدي ظرفيت مسئله کې ښکېل بولي؟

اروپايي ټولنه بايد دغې مسئلې ته په غور وګوري او د خپل بام واورې باید د بل پر بام وا نه چوي.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In