د چين ښوونې وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۶م کال د کانکور په ازموینې کې د نوم لیکونو شمېر ۱۲ ميلیونو او ۹ لکو ته رسېدلی دی.
په چين کې به د کانکور سږنۍ ازموینه د جون په ۷مې نېټې پیل شي.
خبر وايي، دغه وزارت به د نابېناوو يا ړندو زده کوونکو لپاره د ازموينې ځانګړې پاڼې برابرې کړي.
برسېره پر دې، ياد وزارت سیمه يیزو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د شاوخوا ۱۴،۰۰۰ معلولو زده کوونکو ته اړوند خدمتونه برابر کړي.




































