د نړۍ د ښاروالانو د ۲۰۲۶م کال ډيالوګ د جون په ۲مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې پيل او په ۳مې نېټې پای ته ورسید.
دغه ډيالوګ د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په کوربتوب ترسره شوی، چې پکې د مراکش، سيشل، تونس او سينيګال په شمول د ۶ افريقايي هېوادونو شاوخوا ۳۰ ښاروالانو او د ښارونو استازو ګډون کړی و.
سږ کال د چين او افريقا د ډيپلوماټيکو اړيکو د پيل له ۷۰مې کليزې سره برابر دی.
د فعاليت ګډونوالو د تمدنونو د تبادلې او د چين او افريقا د دوديزې دوستۍ د پياوړتيا په اړه ژورې خبرې او بحثونه کړي او د دې ترڅنګ د دواړو لوریو د کلتوري تبادلې او د ښاري همکارۍ پر پرمختګ يې هم خبرې کړې دي.




































