د امریکا د ټرمپ حکومت څو ورځې مخکې د ځينو هېوادونو پر محصولاتو د اضافي وارداتي تعرفو د وضع کولو وړاندیز کړی دی.
د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جون په درېیمې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد يې د تعرفو له هر ډول یو اړخیزو اقداماتو سره مخالفت کوي، د تعرفې او یا سوداګریزه جګړه د هیڅ هېواد په ګټه نه ده.
مېرمن ماو نينګ ويلي، اقتصادي او سوداګریزې ستونزې باید د مساوات، درناوي او متقابلو ګټو پر بنسټ د خبرو اترو او مشورو له لارې حل شي.




































