د روسيې ولسمشر ولاديمي پوتين د جون په ۴مې نېټې د سنټ پيترزبورګ په ۲۹م نړيوال افتصادي فورم کې د نړۍ د لويو خبري اژانسونو له مشرانو سره په لېدنې کې ويلي، چې د روسيې او چين د مشرانو ترمنځ ښو اړيکو د دواړو هېوادونو د اړيکو د دوامداره پرمختګ لپاره ټينګ بنسټ برابر کړی دی.
نوموړي ويلي، چين پياوړی پرمختګ کوي او دغه هېواد په نړيوال اقتصاد، سياست او چارو کې مهم رول لوبوي.




































