په خوست ولایت کې له ۱۳۵۵ زیانمنو او بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده. ولایتي مسوولینو ویلي، دغه مرستې د پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې او GAALO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک پر بنسټ وې، چې پکې هغه کورنۍ شاملې وې چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې او یا د فرضي کرښې په اوږدو کې د وروستیو نښتو له کبله د خوست مرکز ته راکډه شوې دي. د خوست ولایت مقام ویلي چې له سروې او دقیقې تثبیت وروسته، هرې کورنۍ ته د مرستو د دویم پړاو په ترڅ کې ۵۸۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. د دغو مرستو ټولیز ارزښت ۷ میلیونه او ۸۵۹ زره افغانۍ ښودل شوی دی. مسوولین وايي چې دا ډول مرستې د زیانمنو کورنیو د ژوند د لنډمهال ملاتړ او د هغوی د ستونزو د کمولو لپاره مهم رول لري.




































