د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز ویلي چې د منځنۍ اسیا د فکري مرکزونو فورم غونډه به د روانې جون میاشتې په ۱۶مه ترسره شي. د یاد وزارت د دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دې غونډې په اړه یې د ترمذ ډیالوګ په دویمه ناسته کې د منځنۍ اسیا هېوادونو له څېړنیزو مرکزونو سره مفصل بحثونه کړي دي. په همدې ناسته کې د ترمذ ډیالوګ دویم پړاو هم ترسره شوی، چې پکې د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز استازي ذاکر جلالي او غنچه ګل ارمان ګډون کړی و.




































