د چين د بشري حقونو څېړنيزې اکاډمۍ او د بشري حقونو د تعليم او روزنې مرکز د جون په ۵مې نېټې په ګډه د چين د بشري حقونو د عملي پلان (۲۰۲۱م کال-۲۰۲۵م کال) د تطبيق د ارزونې راپور خپور کړ.
په دې راپور کې راغلي، چې د چين د بشري حقونو عملي پلان (۲۰۲۱م کال-۲۰۲۵م کال) په هراړخيزه توګه پلی شوی او ۱۸۱ دندې يې بشپړې شوې دي، له ۴۴ شاخصونو څخه ۲۰ شاخصونه له ټاکلې مودې مخکې يا له ټاکلې اندازې څخه په زياتوالي پوره شوي دي. دغه راز ويل کېږي، چې په چين کې د بشري حقونو د ډاډمنتیا کچه په هراړخيزه توګه لوړه شوې ده.
په دې راپور کې ويل شوي، چې د چين حکومت د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر کې د دغه هېواد د بشري حقونو عملي پلان (۲۰۲۱م کال-۲۰۲۵م کال) خپور کړی و. دا د بشري حقونو په برخه کې د چين د څلورم پړاو دولتي پلان دی او پکې د چين د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې د بشري حقونو د چارو مشخصې موخې او دندې ټاکل شوې دي.



































